د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین په خپل اېکس لیکلي چې د بیجېنګ له خوا
د اسلامي امارت د سفیر باورلیک منل یو عادي ډیپلوماتیک عمل دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیله څرګنده کړه چې نړۍ دې له اسلامي امارت سره اړیکې لا زیاتې ټینګې او پراخې کړي؛ څو دوی د نړیوالو اندېښنو ته ځواب ووایي.
هغه دا هم وویل چې د افغانستان په اړه د چین تګلاره رڼه او ثابته ده. تر دې مخکې واشنګټن له بیجېنګ غوښتي وو چې له اسلامي امارت سره د خپلو اړیکو څرنګوالی روښانه کړي.
د چین د ولسمشر لخوا په یاد هېواد کې د اسلامي امارت د سفیر د باورلیک منلو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې چین باید له اسلامي امارت سره د تعامل په اړه خپله تګلاره واضح کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متیو میلر تېره سهشنبه د سلواغې ۱۰مه په یوه خبري غونډه کې د چین د ولسشمر لخوا د اسلامي امارت د سفیر د باور لیک منلو ته غبرګون ښودلی و.
یاده دې شي چې وړمه ورځ سه شنبه په بیجینګ کې د اسلامي امارت د لوی سفیر بلال کریمي باورلیک د چین ولسمشر شي جنپنګ له خوا د یو لړ ځانګړو تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې ومنل شو.