ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت پر رفح ښارګوټي د اسراییلي اشغالګرو وروستي بریدونه وغندل

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت نن غرمه (دوشنبه، سلواغې ۲۳مه) په خپل اېکس په یوه خپره کړې اعلامیه کې پر رفح ښارګوټي د اسراییلي اشغالګرو وروستي بریدونه غندلي دي.

اعلامیه کې راغلي: د غزې تړانګې پر شمال او جنوب له څلور میاشتنیو وحشیانه بریدونو وروسته تیره ورځ صهيونيستي یرغلګرو پر رفح ښارګوټي چې شاوخوا يو نيم ميليون فلسطینیان هلته میشت دي؛ بریدونه پیل کړي دي.

ویل کیږي، په دغه ښارګوټي کې ګڼ ماشومان او ښځې مېشتې دي چې د جګړو له کبله یې دغې سیمې ته پناه وړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې وړاندې راغلي: پر رفح ښارگوټي د صهيونيستي رژیم بریدونو دوام به بله لويه فاجعه رامنځته او روان ناورین  به لا پسې ژور کړي.

وړاندې د افغانستان اسلامي امارت پر ټولو نړیوالو او سیمه‌ییزو اغېزمنو دولتونو، اسلامي هېوادونو او د بشري حقونو پر مدعي بنسټونو غږ کړی چې په غزه او اشغال شوي فلسطین کې د روانې ټولوژنې مخه ونیسي او د دې قضیې بنسټیز حل پیدا کړي.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره کړې اعلامیه کې نړیوالو سازمانونو ته سپارښتنه شوې چې د ټولوژنې دا لړۍ دې نوره نه غځیږي؛ څو نور بې باوره نه شي. وړاندې راغلي:((په غزه کې د ټولوژنې دوام حاکم نړيوال نظم او مدعي ارزښتونه يې له جدي پوښتنو سره مخ کړي او دا د پېړۍ ټولوژنه به د نړیوالو سازمانونو او د بشري کنوانسیونونو کمزوری اعتبار نور هم له منځه یوسي.))

یاده دې شي چې اسراییلي اشغالګرو پرون (یکشنبه، سلواغې ۲۲مه) پر رفح ښارګوټي هوایي او ځمکني بریدونه وکړل چې شاوخوا ۱۰۰ فلسطینیان پکې شهیدان شول.

په رفح سیمه کې د الکویت روغتون یوه مسوول رسنیو ته ویلي اسراییلي اشغالګرو هغه وسلې کارولي چې په نوره نړۍ کې یې کارونه منع ده. نوموړی ډاکټر وایي چې دا وسلې د بدن غړي پرې کوي او مغزي اختلالونه زېږوي.

بل  پلو  بي سي سي په یوه راپور کې ویلي چې په غزه کې خوراکي توکي تمام شوي او ماشومان د څاریو په وښو او ګیاوو پایي.

د غزې اوسېدونکي وایي، ګڼ خلک د څارویو میده واښه اوړه کوي او بیا یې ماشومانو ته ورکوي؛ تر څو ژوندي پاتې شي.

د خوړو نړیوال سازمان بي بي سي ته منلې چې په روانه اوونۍ کې اسراییلي عسکرو د دوی پر مرستو بار لاریو ته اجازه نه ده ورکړې، تر څو غزې ته ننوځي.

اسراییلي اشغالګرو له وړاندې ګواښ کړی و چې دوی به خپل عملیات پراخوي او ښایي د مصر تر ګډې پولې یې ورسوي. د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو بنسټونو او بهرنیو هیوادونو د اسراییلو دغه پرېکړه غندلې ده.

اړوند خبرونه