ډېر لوستل شوي

د ګمرکونو او عوایدو مرستیال د مس عینک کان د کېندنې او پروسس کمپنۍ له سرپرست سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر ادریس په خپل دفتر کي د مس عینک کان د کېندنې او پروسس کمپنۍ له سرپرست لی بن ټاو او مل پلاوي سره وکتل.

ویل کیږي چې په دې کتنه کي دواړو لوریو د مس عینک کان د کېندنې پر څرنګوالي، په افغانستان کې د یادې کمپنۍ د مالیې پر ورکړې، په افغانستان کي د دې کمپنۍ له لوري په جوړېدونکو بنسټونو او یو شمېر ګمرکي مسایلو او نورو برخو خبرې اترې وکړې.

د ګمرکونو او عوایدو مرستیال د مس عینک کان د کېندنې او پروسس کمپنۍ له سرپرست لی بن ټاو او مل پلاوي مننه وکړه چې په افغانستان کې یې پانګونه کړې ده. نوموړي وړاندې ویلي چې اوسمهال په افغانستان کي د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره ده او اسلامي امارت د پانګوالو ملاتړ کوي.

د ګمرکونو او عوایدو مرستیال د مس عینک کان د کېندنې او پروسيس کمپنۍ سرپرست ته ډاډ ورکړ چې د دغه کان د کېندنې او پروسس برخه کې شته ستونزې به له منځه وړي.

اړوند خبرونه