د افغانستان اسلامي امارت د سلواغې د ۲۶ مې او د پخواني شوروي د سرو لښکرو د ماتې او وتنې په پار افغان ملت ته مبارکې ویلي ده.
په همدې تړاو نن(پنجشنبه، سلواغې ۲۶مه) سهار له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې دا ورځ د شکر ورځ بلل شوې او د افغانستان ولس ته یې مبارکي ویلې ده.
په اعلامیه کې وړاندې راځي، له هیواده درې ځلې د اشغال ماتونه او شړنه دا ښيي چې لا هم په افغانانو کې د خپلواکۍ اخیستنې حس خورا پیاوړی دی.
په اعلامیه کې ویل شوي: (( ريښتیا هم د هیوادونو آزادي او هویت د هغوی د همت، مجاهدې او شهکاریو پوري اړه لري چې الحمدلله په تیرو سلو کلونو کې افغانانو درې ځله په دې میدان کې د الله جل جلاله په نصرت سره بریا ګټلې او د خپل هیواد آزادي او خپلواکي يې تر لاسه کړی ده.))
اعلامیه کې راغلي، باید له تېرو سلو کلونو څخه یرغلګر د افغان ولس له جګړو او بریالیتوب پوه شي او په راتلونکي کې د هر ډول تیري وړاندې ۱۰۰ ځله فکر وکړي.
وړاندې ویل شوي: افغانان سوله غوښتونکي خلک دي، خو هرځل يې سوله او امن د بهرنیو یرغلونو او تاړاکونو له امله په جګړه بدل شوی او کلونه ځورول شوي او کړول شوي دي.