ډېر لوستل شوي

بهرنیو چارو وزارت: د اختلافي مسایلو له بحث پرته د دوحې په غونډه کې ګډون ګټور نه دی

بهرنیو چارو وزارت وايي چې د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو د لوړ پوړو چارواکو په کچه د اختلافي مسایلو په اړه د بحث نشتوالی به د دوحې ناسته بې ګټې پای ته ورسوي.

دغه وزارت پرون (شنبه، لیندۍ ۲۸ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې تمه ده اسلامي امارت د دوحې په غونډه کې د افغانستان په استازیتوب د یوه مسوول استازي په توګه ګډون وکړي.

په اعلامیه کې راغلي، اسلامي امارت باور لري چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش په مشرۍ د دوحې په ناسته کې د هېوادونو د ځانګړو استازو په شتون کې د اختلافي مسایلو په اړه بحث یو ښه فرصت دی.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دوحې په غونډه کې ګډون ځکه ګټور نه دی چې له ملګرو ملتونو څخه د دې غوښتنې په تړاو کوم پرمختګ نه دی شوی.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې که ملګري ملتونه د افغانستان اوسني واقعیتونه درک کړي او د څو محدودو ډلو تر فشار لاندې را نه شي، په خبرو کې د پرمختګ پوره امکان شته.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې ویلي و چې که دغه سازمان د اسلامي امارت غوښتنې ومني او د دوحې د غونډې اجنډا ورسره شریکه کړي، افغان پلاوی به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د افغانستان په اړه د د وحې غونډه نن (یکشنبه، سلواغې ۲۹مه) د ملګرو ملتونو په کوربتوب په قطر کې جوړیږي.

اړوند خبرونه