د اسلامي همکاریو سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي هېوادونو د استازو په ګډون او د دغه سازمان په کوربتوب به د افغانستان د وضعیت په اړه په ګامبیا هیواد کې یوه غونډه وکړي.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دغه سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو شورا تر سرلیک لاندې به بله غونډه په کامرون کې جوړه شي.
دغه سازمان د دوحې غونډې په پاى کې په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دغه سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت د دوحې غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره د دغه سازمان له يو شمېر ځانګړو استازو سره هم کتلي دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له افغانستان څخه ملاتړ او له افغان دولت سره پر رغنده خبرو ټینګار کوي.