ډېر لوستل شوي

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم د یو شمېر ولایتي چارواکو دندې تغییرې شوې

د افغانستان اسلامي امارت عمومي ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد نن(شنبه، کب ۵مه) ماسپښین په خپلې رسمي اېکسپاڼې د یو شمېر ولایتي چارواکو د دندو د بدلون خبر ورکړ.

ښاغلي مجاهد په خپل اېکس وړاندې لیکلي چې د ارزګان ولایت پخوانی والي مولوي محمد علي جان احمد د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو، قومونو او قبایلو د هماهنګۍ د مرستیال په توګه او بل لوري ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د جرګو، قومونو او قبایلو د هماهنګۍ مخکنی مرستیال ملا عبدالخالق عابد د پکتیکا ولایت د والي په توګه ټاکل شوی.

همداشان د لغمان مخکنی والي قاري زین العابدین، د نورستان ولایت د والي په توګه او د نورستان ولایت پخوانی والي مولوي شیر احمد حقاني د لغمان ولایت د والي په توګه ګومارل شوی دی.

ښاغلي مجاهد وړاندې لیکلي: د لوګر ولایت د والي مخکنی مرستیال مولوي عنایت الله شجاع، د ارزګان ولایت د والي په توګه او د خوست ولایت د پوهنې مخکنی رئیس مولوي محمد انور د لوګر ولایت د والي مرستیال په توګه دنده پیل کړې ده. دغه راز د پکتیکا ولایت مخکنی والي مولوي فیض الله جمال د خوست ولایت د پوهنې د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

اړوند خبرونه