د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته روان شو.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل نن سهار (یکشنبه، کب ۶مه) په خپل رسمي اېکس د ښاغلي متقي د سفر خبر ورکړی دی.
ښاغلي تکل وویل چې مولوي امیرخان متقي د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشید مرادوف په بلنه هغه هیواد تللی. ویاند مرستیال زیاتوي چې ددې سفر موخه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پر دوه اړخيزو مسايلو بحث او ټینګار دی.
ویل کیږي چې په دغه سفر کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست، د ریل پټلۍ عمومي رئیس او د برېښنا شرکت عمومي رئیس هم د مولوي متقي ملګرتيا کوي.
ترکمنستان د افغانستان په شمال کې پروت هیواد دی چې افغانستان ورسره غوره اقتصادي او سیاسي اړیکې لري.
دمګړۍ د اورګاډي پټلۍ نښلول او له ترکمنستان څخه د برېښنا واردول د دواړو هېوادونو ترمنځ له مهمو اقتصادي پروژو څخه دي.