د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د ملګرو ملتونو د وروستۍ ناستې په غبرګون کې ویلي، هیڅ داسې ناسته او پريکړې نه مني چې پر افغانستان خپلې غوښتنې ومني، خو ډاډ ورکوي چې د حقایقو په رڼا کې د هرې پرېکړې او ناستې هرکلی کوی.
له بل لوري د اسلامي امارت یو شمیر نور چارواکي هم له نړۍ سره پر مثبت تعامل ټینګار کوي.
د ملګرو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د افغانستان په تړاو د ناستې کوربه و او ټاکل شوې وه چې په دې ناسته کې د افغانستان د اړوند نورو مسایلو ترڅنګ د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په تړاو خبرې وشي.
اوس د اسلامي امارت چارواکي د یادې ناستې په غبرګون کې وایي، هیڅ داسې ناسته او پریکړه نه مني چې پر افغانستان ومنل شي. د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، هر هغه پریکړه چې د افغان دولت او ملت د ګټو خلاف د سیمه ییزو او نړیوالو غونډو په ترڅ کې شوې وي، هیڅکله به عملي نه شي.
له بل لوري په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین هم وايي، اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره ښې او غوره اړیکې غواړي او په دې برخه کې یې د نړۍ والو په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د همغږۍ غوښتنه کړې ده.
په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی هم وایي، چې په اوس وخت کې د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتیا نه نشته. د ښاغلي ستانکزي په وینا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتراو استازولۍ شتون لري او د دوي په شتون کې د بل استازي د ټاکلو لپاره هيڅ اړتیا نه لیدل کیږي.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د غونډې کوربه و، چې پکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو سربیره د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګورترش هم ګډون کړی و او د افغانستان د اړونده مسایلو په تړاو پکې خبرې اترې وشوې.