د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو غونډو ته په ځواب کې ویلي چې دوی د هرې هغې پرېکړې مخالفت کوي چې د افغان حکومت او ملت د ګټو په خلاف وي. اسلامي امارت وایي، د هرې هغې پرېکړې مخالفت کوي چې د افغان دولت او خلکو د ګټو خلاف ونیول شي.
ښاغلي مجاهد ویلي: هېڅ داسې ناسته او پريکړې نه مني چې پر افغانستان نور خپلې غوښتنې ومني، خو ډاډ ورکوي چې د حقایقو په رڼا کې د هرې پرېکړې او ناستې هرکلی کوي.
د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو په ناستو کې عمده بحث افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکنه او د بشر حقونو ته پر پام دی.
افغان حکومت لا له وړاندې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره مخالفت کړی دی. افغان حکومت وایي، د یونما او ملګرو ملتونو د دفتر په شتون کې اړتیا نه شته چې ملګرو ملتونه د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي یوې ناستې ته ویلي چې اوس افغانستان امن دی، د ملګرو ملتونو استازولي شته، نو په دې خاطر د ځانګړي استازي ټاکنې ته اړتیا نه پېښیږي.
بل پلو، په افغانستان کې د بشر حقونو د موضوع مطرحول او برعکس په غزه کې د اوربند پرېکړه لیک ویټو کول د امریکا او لوېدیځ تر نقاب لاندې اصلي څېره رابرسېره کوي. په دې سره یو ځل بیا دا په ډاګه شوه چې دا خلک د بشر د حقونو مدافعان نه، بلکې داړونکي دي. هو، لوېدیځ او امریکا د بشر د حقونو مدافعان بلل داسې دي لکه لېوان چې د وزو څارونکي او څوکېداران وټاکې.
ملګرو ملتونو ته بویه چې په خړو اوبو کې ماهیان ونه نیسي. که دا خلک ریښتیا هم د بشر د حقونو پر نقض خپه کیږي او ضمیرونه یې چوي؛ نو تر هر څه دې وړاندې د بې دفاع فلسطینیانو له ټولوژنې د صهیونستانو لاسونه لنډ کړي.
دمګړۍ په افغانستان کې د ټولو افغانانو حقونه پر ځای او ټول له انساني کرامت برخمن دي. دا به هېڅ منطقي نه وي چې خپله خلک وژنم، د قاتلینو ملا تړم او بل ته وایم چې ستا په مېنه کې د فلاني او فلاني حقونه نقضیږي. امریکا او لوېدیځ باید پوه شي چې یو بام او دوه هواوې سره نه کیږي.