اسلامي امارت د روسیې د دفاع وزارت وروستي څرګندونې رد او هغه يې د ناسمو معلوماتو له امله بللي دي.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، په افغانستان کې هیڅ بهرنۍ ډله شتون نه لري او نه هم اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د کوم چا پر ضد ګټه پورته شي.
نوموړي دغه راز د افغانستان په مسایلو کې له ښکیلو هېوادونو وغوښتل چې د ناسمو معلوماتو له خپراوې څخه د ډډې ترڅنګ دې د حقایقو په رڼا کې نظر څرګند کړي.
د یادونې وړ ده، چې د روسیې د دفاع وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د سیمې وضعیت ګډوډ دی او تر ټولو ډېر ګواښ له افغانستان څخه پېښ دی.
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، دوي له روسیې سره له نږدې په اړیکه کې دي او په وار وار یې ویلي، چې اسلامي امارت د افغانستان په ټولې خاورې واکمن دی او هیڅ بهرنۍ ډلې ته په دې هېواد کې د شتون اجازه نشته.
نوموړي دغه راز د افغانستان له نږدې هېوادونو وغوښتل، چې د لري هېوادونو د استخباراتي کړیو د ناسمو معلوماتو ښکار نشي او هر نظر چې څرګندوي د حقایقو په پام کې نیولو سره دې څرګند کړي.
د یادونې وړ ده، د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د دغه وزارت د رهبرۍ په غونډه کې په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې په سیمه کې وضعیت کړکېچن دی او تر ټولو لوی ګواښ له افغانستانه دی، هغه چې اسلامي امارت په وار وار رد کړي دي.