ارګ په خپلې رسمي اېکسپاڼې نن ماښام (پنجشنبه، کب لسمه) لیکلي چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال کابل کې د بریټانیا سفارت له شارژدافیر رابرټ چټرټن ډیکسن سره کتلي دي.
د بریټانیا سفارت شارژدافیر په دې کتنه کې ویلي: له کابل سره ښو اړیکو ته لېوالتیا لري او د افغانانو د هوساینې په موخه چمتو دي چې له اسلامي امارت سره ګډ کار وکړي.
ښاغلي ډیکسن همداراز ویلي چې هیواد یې له افغانانو سره د بشري مرستو د زیاتولو هوډ هم لري.
بل پلو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې ناسته کې ویلي: اوسمهال افغانستان پياوړی، مرکزي او خپلواک حکومت لري، د سرتاسري امنیت د تامین سربېره د نشهيي توکو تولید او قاچاق له منځه تللی او له افغانستان څخه هېڅ هیواد ته ګواښ نه شته.