ډېر لوستل شوي

مولوي ذبیح الله مجاهد: په افغانستان کې د بشري حقونو له موضوع ناوړه استفاده کیږي

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي چې په افغانستان کې د بشري حقونو له مسلې ناوړه ګټه پورته کیږي.

ښاغلي مجاهد دا څرګندونې نن (پنجشنبه، کب ۱۰مه) په خپل ایکس کړي.

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه چې ریچارډ بینیټ او نور غربي چارواکي باید په افغانستان کې د بشري حقونو له موضوع ناوړه ګټه اخیستنه بس کړي.

مولوي ذبیح الله مجاهد د غزې د جګړې د کډوالو د انځور په خپرولو سره ویلي چې په نړۍ کې له بشریت سره دغه حالت روان دی.

د اسلامي امارت ویاند په داسې حال کې په افغانستان کې له بشري حقونو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې د موضوع درول غواړي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا کلنۍ غونډه ددغې شورا په ماڼۍ کې روانه ده.

اړوند خبرونه