ډېر لوستل شوي

افغانستان په انزوا کې نه، د نړۍ د پاملرنې په محوریت کې دی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون (یکشنبه، کب ۱۳مه) د کابل جامعة الایمان مدرسې فارغینو ته په وینا کې ویلي چې افغانستان په انزوا کې واقع نه دی، بلکې د نړۍ د توجو په محوریت کې دی.

ارګ نن شپه په خپلې رسمي اېکسپاڼې لیکلي چې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د کابل جامعة الایمان مدرسې د احادیثو لویې دورې په فراغت غونډه کې ګډون او وینا کړې ده.

مولوي عبدالکبیر نړیوالو ته په خطاب کې وویل، اسلامي امارت یوازینی نظام دی چې د افغانستان پر بشپړه جغرافیه حاکمیت لري، ولسي ملاتړ ورسره شته، سرتاسري امنیت یې خوندي کړی او همداراز فساد او نشه يي توکي یې له منځه وړي دي.

 د رياست الوزرا مرستيال د خپلو خبرو په پای کې نړۍ ته ډاډ ورکړی چې له افغانستان څخه هیڅ هیواد ته ګواښ پېښېدونکی نه دی او نه هم چاته ددې کار اجازه شته.

اړوند خبرونه