ډېر لوستل شوي

شهباز شریف بیا ځلې د پاکستان لومړی وزیر شو

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د مسلم لیګ ن ګوند نوماند شهباز شریف پرون (یکشنبه، کب ۱۳مه) د دویم ځل لپاره د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو.

پاکستانۍ رسنۍ وایي چې ښاغلی شریف د ۲۰۱ مثبتو رایو په اخیستلو د واک ګدۍ ترلاسه کړې ده.

د تحریک انصاف ګوند غړی عمر ایوب د ۹۲ رايو په ترلاسه کولو سره ونه توانېد چې شهباز شریف مات کړي او د پاکستان د لومړي وزیر څوکۍ ترلاسه کړي.

د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ ن ګوند او د بلاول بوټو په مشرۍ پیپلز ګوند لا له وړاندې د اتلافي حکومت پر جوړولو هوکړه کړې وه.

شریف تر دې دمخه هم د ۱۶ میاشتو لپاره د پاکستان لومړی وزیر ټاکل شوی و چې وروسته یې واک چارسمبالي حکومت ته وسپاره.

د ویلو ده چې شهباز شریف د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د مسلم لیګ ن ګوند مشر نواز شریف ورور دی چې تر دې دمخه هم د لومړي وزیر او درې ځلې د پنجاب د اعلی وزیر پر څوکۍ پاتې شوی دی.

اړوند خبرونه