اسلامي امارت د ملګرو ملتونو هغه راپور غندلی چې په خبره یې افغانستان کې د تېرکال په پرتله ۳۷ سلنه امنیتي پېښې زیاتې شوي دي.
ملګري ملتونه په خپل راپور کې لیکي چې دا پېښې د امنیتي ځواکونو او د نشه یي توکو له قاچاقبرانو سره رامنځته شوي دي.
د اسلامي امارت د ویاند دفتر لیکلي چې ملګري ملتونه د امنیتي ځواکونو د ستاینې پرځای افغانستان ناامنه ښیي.
خبرپاڼه وړاندې لیکي: په داسې حال کې چې د اسلامي امارت امنیتي ويښ او زړور ځواکونه د هیواد په بیلابیلو برخو کې هره ورځ د مفسدینو، غلو، انسان تښتوونکو، قاچاقبرو او ناوړه کسانو په وړاندې په عملیاتو او مبارزه بوخت دي او په یادو برخو کې د تیر کال په پرتله فوق العاده مثبت تغیر راغلی دی.
وړاندې راځي: د نشه يي توکو سره د ګړندۍ مبارزې له امله، تیرکال څه د پاسه څوارلس زره قاچاق وړونکي نيول شوي او محاکمو ته سپارل شوې، دغه راز څه باندې پنځه نيم زره ټنه نشه يي توکي له منځه وړل شوي. تر دولس سوه زیاتې د نشه یي توکو کارخونې ویحاړې شوي او ۱۵ زره او ٣٠٠ هکتاره ځمکه له نشه يي توکو پاکه شوې ده.