ډېر لوستل شوي

امنیت شورا کې د چین استازی: د اسلامي امارت له حاکمیت سره افغانستان بشپړ سیاسي ټیکاو ترلاسه کړی دی

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د چین استازی وايي، په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته دغه هېواد بشپړ سیاسي ثبات ترلاسه کړی دی.

دا خبره د چین استازي تېره شپه (چهارشنبه، کب ۱۶مه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وکړه.

د بیجینګ په وینا، د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته د افغانانو اقتصاد او ژوند ښه شوی دی.

 د چین دغه ډیپلوماټ د امنیت شورا له مسوولینو غوښتي چې واقعیتونو ته په کتو دې له اسلامي امارت سره تعامل وشي.

نوموړي دغه شان ویلي چې نړیوال دې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه پای ته ورسوي.

د روسیې استازي هم امنیت شورا ته ویلي چې د افغانستان په تړاو د لوېدیځ اټکلونه ناسم دي. دی زیاتوي چې له افغان حکومت د لوېدیځ تعبیر ناسم دی او افغانستان د کورنیو جګړو ښکار نه دی.

اړوند خبرونه