ډېر لوستل شوي

د ایران مرکزي بانک دې له اسلامي امارت څخه سلا مشورې واخلي

مولوي عبدالحمید زهدان مسجد امام د ایران مرکزي بانک کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې په خپلو چارو کې لهاسلامي امارت څخه سلا مشورې واخلي

نوموړي دا وینا د تېرې جمعې په خطبه کې کړې ده

 د نوموړي دغه ویډیو په دې وروستیو کې ډېره لاس په لاس شوې او ګڼ غبرګونونه یې راپارولي دي

نوموړي ویليد افغانستان اوسني حکومت له فساد سره په مبارزه او د امنيت په ټينګښت کې ګڼ برياليتوبونه لري

دی زیاتوي چې مرکزي بانک باید له افغانستان بانک سره په اړیکه کې شي او له هغوی سلا مشورې واخلي

مولوي عبدالحمید زیاتوي چې افغانستان څنګه توانېدلی، د افغانیو ثبات وساتيد نوموړي په باور چې د افغانستانبانک بریالۍ پالیسي لري او د ایران مرکزي بانک یې باید له دوی زده کړي.

د ویلو ده چې اوسمهال افغانۍ د نړۍ د باثباتې کرنسۍ په نوملړ کې خورا لوړ ځای لري.

اړوند خبرونه