افغانستان بانک په خپلې رسمي اېکسپاڼه نن(سه شنبه، کب ۲۹مه) ولیکل چې د بانک سرپرست رییس ملا هدایت الله بدري د افغانستان لپاره د ایټالیا هېواد له سفیرې نتالیا او مل پلاوي سره کتلي دي.
په لیدنه کې د هېواد د اقتصادي وضعیت، د افغانۍ د ټیکاو پر لاملونو ، د بانکي سکتور پر وضعیت، اسلامي بانکوالۍ پر پراختیا، مالي شمولیت او یو شمېر نورو موضوعاتو بحثونه شوي دي. په دغه لیدنه کې ښاغلي بدري ویلي، چې د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې د نړۍ له ټولو هېوادونو، مالي او بانکي بنسټونو سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی او په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې یې دا اړیکې په خورا ښه توګه پاللي دي.
بل پلو، د افغانستان لپاره د ایټالیې سفیرې د افغانستان شته اقتصادي حالت او د افغانیو ټیکاو د پام وړ بللی او د خپل هیواد له لوري یې د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړی. د ویلو ده چې په دې وروستیو کې افغانۍ د سیمې او نړۍ په کچه تر ټولو د باارزښته کرنسۍ په توګه یادیږي.