ملي دفاع وزارت وايي چې د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال پکتیا ته تللی او هلته یې پر فرضي ډیورنډ کرښه له پرتو پوستو لیدنه کړې ده.
دفاع وزارت څرګندوي چې د دغه وزارت د رهبرۍ په سپارښتنه د هېواد د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان صدیق د وضعیت د ارزونې په موخه د پکتیا ولایت ډنډ پټان ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې په فرضي کرښه کې د ملي اسلامي اردو له مېشتو منسوبینو او پوسته لیدنه کړې ده.
ویل کیږي چې پر ډیورنډ کرښه د ملي اسلامي اردو د ځواکونو له جدي خبرداري وروسته اوس په دغو سیمو کې نښتې کمې شوي دي. د لوی درستیز مرستیال بریدګرو ته په خطاب کې ویلي: موږ د جګړې پلوي نه یو، خو که زموږ پر خاوره برید کیږي نو زموږ زړور او تجربه لرونکي ځواکونه به یې په بېړنۍ توګه ځواب ووایي. د لوی درستیز مرستیال داسې مهال پکتیا ته تللی چې دوشنبه سهار پاکستانیو الوتکو په خوست او پکتیکا کې بریدونه وکړل او اته هیوادوال یې شهیدان کړل.