د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له مرستیال محمد خرم آغا او مله پلاوي سرهوکتل.
ددې ناستې لویه موخه د سوداګریزو، ترانزيټي او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا وه. ددې ناستې پیل کې مولوي متقي دافغانستان او پاکستان پر دوه اړخیزو اړیکو، ستونزو او حلارو بشپړې خبرې وکړې.
ښاغلي متقي وویل، د دواړو هیوادونو ولسونه ګډ مشترکات او ارزښتونه لري چې حکومتونه یې د ساتنې مسوولیتلري. مولوي امیرخان متقي ټینګار وکړ چې د سوداګرۍ او ټرانزېټ برخه کې شته ستونزې باید په مخلصانه حل شي.
د پاکستان د سوداګرۍ مرستیال خرم آغا له افغان حکومت څخه کابل ته د بلنې په موخه مننه وکړه. نوموړي وویل: لهافغان حکومت او په ځانګړي ډول له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره پر خبرو بوخت دي، څو لنډ وخت کې تر ممکنهبریده شته ستونزې هوارې شي.
په دې ناسته کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د مسافرو، ناروغانو او سوداګرو د تګ راتګ اړوند د اسانتیاوو په رامنځته کولوهم ټینګار وشو.
د ویلو ده چې د پاکستان د سوداګرۍ مرستیال د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او تر دې دمه یې د صنعت اوسوداګرۍ وزارت په ګډون د افغان حکومت له بېلابېلو چارواکو سره ناستې کړي دي.