د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د ایران اسلامي جمهوریت پر کونسلګرۍ د اسراییلو برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې ډیپلوماټیکو نورمونو نقض بللی دی.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ورته کړنې د سیمې د امنیت په پار پارونکي بللي او په کلکو ټکو یې غندي. .
د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ او سيمې له اغېزمنو هېوادونو غوښتي چې په غزه کې او له غزې تړانگې هاخوا د اسراییلي رژيم د جنايتونو مخنيوی وکړي.
اعلامیه زیاتوي چې ددغه رژیم پرلپسې جنایتونو د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښوي او د نړیوالو قانونو او سازمونو د اغېزمنتوب په تړاو یې جدي پوښتنې راولاړې کړې دي. د ویلو ده چې وړمه شپه اسراییلو په دمشق کې د ایران پر یوې کونسلګرۍ برید کړی چې ۷ تنه پکې وژل شوي. تهران برعکس د غچ اخیستنې ګواښ کړی دی.