ډېر لوستل شوي

تدارکاتو کمیسیون غونډه کې ۲۴ پروژې منظورې شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون ۲۴ پروژې منظورې کړې.

 ویل کیږي چې ددغو پروژو  ټولټال ارزښت شاوخوا ۱۱ میلیارده افغانیو ته رسیږي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې په منظور شویو پروژو کې د کابل-کندهار لویې لارې د بیا رغونې د پاتې چارو بشپړول، د کونړ-نورستان سړک د ویجاړو شویو ساحو بیارغونه، په بېلابېلو ولایتونو کې د افغانستان برېښنا شرکت اړوند پروژې، د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او جزوتامونو لپاره د اړتیا وړ توکو برابرول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي. د ویلو ده چې د تدارکاتو کمیسیون غونډې د لویو او حیاتي پروژو په موخه کیږي چې په نننۍ غونډه کې هم له ۲۹ پروژو، ۲۴ منظورې څلور لغوه او یوه بیاکتنې ته وړاندې شوه.

اړوند خبرونه