د اسلامي امارت سترې محکمې خبر ورکړی چې درېګونو محاکمو په تېرو شپږو میاشتو کې ۱۵۷ زره او ۱۲۳ قضیو ته رسېدنه کړې او ۸۶ زره او ۳۲۲ بېلابېلې وثیقې یې هم اجرا کړې دي.
يادې محکمې د يوې خبرپاڼې په خپلو سره ويلي، له دغو قضیو څخه ۱۳۵ زره او ۹۷ په ابتدائیه، ۱۶ زره او ۱۳۹ په مرافعه او ۵ زره او ۸۸۷ په تمیز محاکمو کې څېړل شوې دي.
د مسوولينو په وينا، په یادو قضیو کې د میراث ۷ زره او ۷۷۸ او د نشهيي توکو او مسکراتو ۹ زره او ۷۰۴ قضیې هم شاملې دي.
سترې محکمې زیاته کړې چې په همدې موده کې د محاکمو د مسوولینو، سپینږیرو، قومي مخورو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د قتل ۲۵۱ دوسیې د سولې او جوړجاړي له لارې حل شوې دي.
همدارنګه، د روان کال په دویمه ربعه کې ۲۱ زره او ۵۴۸ قضیو ته په ابتدائیه، مرافعه او تمیز محاکمو کې قطعي او وروستۍ پرېکړې شوې دي.
د سترې محکمې په وینا، د دغو فعالیتونو موخه د خلکو شرعي او حقوقي قضیو ته پر وخت رسېدنه، د حقونو تأمین او د شخړو حل او فصل دی.

