د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې په تېره یوه ورځ کې د تورخم، سپینبولدک، ورېښمو پل او اسلامکلا له لارو ۲۳۴ کورنۍ چې ۱۰۲۰ غړي لري، افغانستان ته راستنې او ثبت شوې دي.
د یاد کمېسیون د راپور له مخې، يوازې د ورېښمو پل له لارې ۱۷۹۵ تنه نور مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، په همدې موده کې ۵۲ کورنۍ چې ۲۷۷ غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۵۷ کورنیو سره ټولټال ۴۴۲ زره افغانۍ مالي مرسته هم شوې ده.
د راپور له مخې، راستنېدونکو کډوالو ته ۳۴۹۰ خوراکه ډوډۍ، ۶۴ سیمکارټونه او روغتیايي خدمتونه هم وړاندې شوي دي. په تورخم کې ۵۶۷ کسان او په اسلامکلا کې ۸۰۶ ناروغان تداوي شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او لنډمهاله مېشتېدنې په اړه هم عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

