د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ امید راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د کابل امنیه قومندانۍ رهبري د کابل ښار د ټولو حوزو امرینو، امنیه قومندانانو، جزتامونو او کنډکونو سره ځانګړې ناسته کړې ده.
د ښاغلي ځدراڼ په قول، ددغې ناستې موخه د اختر په شپو ورځو کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول دي.
خالد ځدراڼ زیاتوي چې راتلونکي کوچني اختر ته یې امنیتي تدابیر سخت کړي او تمه ده، د اختر شپو ورځو کې امنیت د ډاډ وي.
ښاغلي ځدراڼ زیاته کړې، د کورنیو چارو، ملي دفاع وزارتونو، د استخباراتو عمومي ریاست او د کابل امنیه قومندانۍ رهبري په لویه کچه پلان جوړ کړی او په دې برخه کې په ګډه کار کوي.
نوموړي همداراز ویلي، چې د کابل ښار د څلورو زونونو له اوسېدونکو، سپین ږیرو او ناحیو وکیلانو سره یې هم د همغږۍ او همکارۍ په موخه ځانګړې ناستې کړي دي