ډېر لوستل شوي

کانونو او پټرولیم وزارت: د مالګې د معیاري کارخونو پر جوړېدو بحث وشو

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د مالګې اتحادیې له غړو سره په خپل کاري دفتر کې کتلي او ير یو شمېر اړینو مسایلو یې بحثونه وکړل.

په دغه لیدنه کې د مالګې د معیاري کارخونو پرجوړولو، د پورونو پر تصفیې، د اندخوی رسوبي مالګې ته د سړک او استنادي دېوال پر جوړولو او نورو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.

د مالګې اتحادیې غړو ژمنه وکړه، چې خپل پورونه به پروخت خلاصوي او همدا راز یې دې برخه کې شته ستونزې او غوښتنې د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره شریکې کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مالګې اتحادیې غړو د غوښتنو او ستونزو د حل ژمنه وکړه او هیواد کې یې د معیاري کارخونو ترڅنګ، پروخت د پورونو پر تصفیې ټینکار وکړ.

اړوند خبرونه