ډېر لوستل شوي

مولوي مجاهد: هوایي ډزې بندې دي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، د کوچني اختر په شپو او ورځو کې هوايي ډزې منع دي او هېچا ته د هوایي ډزو اجازه نشته. ښاغلي مجاهد دا خبره نن (سه شنبه، وري ا۲ مه) په خپل ایکس لیکلې ده. د اسلامي امارت ویاند زیاته کړه چې د امنیتي او تصفیوي کمیسیون د لارښوونو پر اساس هیڅوک حق نه لري چې هوایي ډزې وکړي.
مولوي ذبیح الله مجاهد ټینګار وکړ چې د هوایي ډزو د مخنیوي لپاره باید تلپاتې تدابیر ونیول شي. ښاغلي مجاهد وړاندې ویلي چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي. تر دې مخکې د کابل او ولایتونو امنیه قوماندانانو هم په جلا جلا خبرتیاوو کې له کورنیو غوښتي وو چې خپلو ماشومانو ته د پلاستیکي وسلو او پټاکیو د کارونې اجازه ورنه کړي

اړوند خبرونه