ډېر لوستل شوي

هنیه: افغانان د مبارزې مخکښان دي او موږ به د دوی په پلونو قدم ږدو

.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي اميرخان متقي د حماس غورځنګ د سياسي دفتر له مشر اسماعيل هنيه سره ټیلیفوني اړیکه کړې او نوموړي ته یې د زامنو د شهادت تسلیت ورکړی دی.
تر هر څه وړاندې مولوي امیرخان متقي اسماعیل هنیه ته د دې دروند غم له امله د تسليت مراتب وړاندې کړل.
ښاغلي متقي د حماس غورځنګ سیاسي دفتر مشر ته ویلي چې د شهیدانو وینې بابېزه نه ده او د دې قربانيو په پایله کې به د فلسطين خاوره د صهيونيستي اشغالګرو له منګولو ازاده شي.
په دغه ټیلیفوني اړیکه کې اسماعیل هنیه د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله او افغان ولس ته سلامونه او نیکې پیرزوینې وړاندې کړي او زیاته کړې یې ده، چې افغانان د ازادۍ دمبارزې مخکښان دي او موږ به د دوی په پلونو قدم ږدو او وړاندې به ځو

اړوند خبرونه