ډېر لوستل شوي

د ننګرهار وزیرو تنګي عمومي لاره د هر ډول ټرافیکي وسایطو پرمخ پرانیستل شوه

د ننګرهار ولایت خوګياڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي عمومي لاره د هر ډول موټرو پرمخ پرانیستل شوې او همداشان یو شمېر هیوادوال هم له سېلابونو ژغورل شوي دي.

 دا لاره د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه چې د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو، عبدالله بن زبیر (رض) لومړۍ سرحدي لواء د اتم سرحدي کنډک منسوبینو له لوري پرانیستل شوه.

همداشان د یادې قول اردو اړوند د عبدالله بن زبیر (رض) لومړۍ سرحدي لواء شپږم سرحدي کنډک منسوبینو  د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې یو شمېر کسان چې اوبو کې ایسار وو؛ ژغورلي او خوندي سیمو ته یې رسولي دي.

اړوند خبرونه