ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالسلام حنفي: داسې اسانتیاوې رامنځته شوې چې افغانانو یې په تېرو لسیزو کې ساری نه و لیدلی

د رییس‌الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لویې جرګې په تالار کې د خپلواکۍ ورځې په نمانځغونډه کې ويلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په هېواد کې د امنیت ترڅنګ داسې اسانتیاوې رامنځته شوې چې د نوموړي په وینا، افغانانو په تېرو څو لسیزو کې ورته لاس‌رسی نه درلود.

د اميد راډيو خبريال په دې غونډه کې د ښاغلي حنفي له قوله ويلي چې په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو کښت، قاچاق او کاروبار له منځه تللی او نږدې صفر ته راټیټ شوی دی.

اداري مرستيال زیاته کړې، شاوخوا درې میلیونه روږدي کسان چې یو میلیون یې ښځې دي، د درملنې لپاره راټول شوې او د درملنې ترڅنګ ورته حرفوي زده‌کړې هم برابرې شوې دي.

د رییس‌الوزراء اداري مرستیال په وينا، هر کال د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته ۱۲ میلیارده افغانۍ ورکول کېږي او د نوموړي په خبره، د دې کورنیو ترمنځ د اسلامي امارت د شهیدانو او نورو کورنیو په ګډون هېڅ توپیر نه‌کېږي.

مولوي عبدالسلام حنفي د ټاپي او قوش‌تېپې کانال، کاسا-۱۰۰۰، د رېل‌پټلۍ، سړکونو او لویو لارو جوړولو، مخابراتي اسانتیاوو، چک‌ډیمونو او بندونو جوړولو او د نورو ملي پروژو یادونه کړې او زياته کړې يې ده چې د دغو پروژو چارې په چټکۍ روانې دي.

ښاغلي حنفي همداراز ويلي، له ګاونډیو هېوادونو څخه تر اته میلیونو ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي او د هغوی لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

اړوند خبرونه