په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، رباب فاطمې د ياد سازمان د جوړېدو د ۸۱مې کاليزې په مناسبت ویلي چې دغه سازمان د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی.
نوموړې د افغانانو د زغم او هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان خلک له ګڼو ستونزو سره سره د خپلې ټولنې خدمت ته دوام ورکوي.
رباب فاطمې زیاته کړې چې په افغانستان کې د خپلې دندې له پیل سره ژمنه ده چې د افغانانو کلتور او ارزښتونو ته په درناوي، له هغوی سره خبرو اترو او همکاریو ته دوام ورکړي.
د یوناما مشرې ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکې د دغه هېواد په خلکو پورې اړه لري او ملګري ملتونه به د افغانانو د هوساینې، د فرصتونو د برابرولو او د انساني کرامت د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

