د ټولګټو وزیر، ملا محمد عیسی ثاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سپین بولدک ولسوالۍ د ۸ کیلومتره سړک د رغنیزو چارو ارزونه کړې ده.
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حقشناس وايي، ښاغلي ثاني د دې سړک د رغنیزو چارو د لیدنې پر مهال د پروژې له تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکت له مسوولینو غوښتي چې د کار چټکتیا، د کیفیت ښهوالي، د معیاري موادو کارولو او په ټاکلي وخت د پروژې بشپړېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د معلوماتو له مخې، دغه سړک ۸ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري او په څلورو لینونو کې رغول کېږي. په پروژه کې د اصلي او فرعي سړکونو، منځني ګلدان، د فرعي سړکونو د ګلدانونو، د پیادهروونو او د اوبو لېږدولو ویالو جوړول شامل دي.
د یاد سړک د رغولو قرارداد د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د څه باندې یو میلیارد او ۳۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت شوی دی. د وزارت د معلوماتو له مخې، د پروژې چارې دا مهال ۳۰ سلنه مخ ته تللې او رغنیز کارونه یې روان دي.

