د امریکا او ایران ترمنځ د اووه میاشتني جګړې د پای ته رسولو لپاره تازه هڅې روانې دي.
رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا او ایران چارواکو د دوشنبې په ورځ له منځګړو سره جلا جلا خبرې کړې دي.
تمه ښودل شوې چې راتلونکې خبرې د ایران د اووه ورځني اوربند د تعدیل شوې طرحې پر محور ترسره شي.
د راپور له مخې، په دې طرحه کې په ایران او لبنان کې د جګړې پای، د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادول او پر ایراني تېلو د بندیزونو لرې کول شامل دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، تهران د اوربند د خپلو تازه وړاندیزونو په اړه د امریکا ځواب ته په تمه دی.

