د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په تازه درجهبندۍ کې د انګلستان او سریلانکا له لوبډلو مخکې شوې او شپږم مقام يې خپل کړی دی.
افغان لوبډلې په تېرو څو کلونو کې د ښو لوبو او پرلهپسې بریاوو په پایله کې د لومړي ځل لپاره په نړیواله درجهبندۍ کې دغه مقام خپل کړی دی.
بلخوا، افغان ابدالیانو (الف لوبډلې)، ایمرجېنګ او له ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډلو هم په خپلو سیالیو کې پرلهپسې بریاوې ترلاسه کړې او د افغانستان په استازیتوب یې ښې لوبې ترسره کړې دي.

