د بشري مرستو د همغږۍ په برخه کې د یوناما مرستیال «برونو لیمارکي» او مل پلاوي د اسلامي امارت کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر، مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي.
کډوالو چارو وزارت لیکلي، په دې کتنه کې د یوناما مرستیال ویلي چې دا مهال د ملګرو ملتونو بنسټونه زرګونو اړمنو کورنیو ته مرسته رسوي او د دې لړۍ پراخول یې اړتیا بللې ده.
هغه ویلي چې د ملګرو ملتونو د اړوندو ادارو استازو بېلابېلو ولایتونو ته د سفر پرمهال د راستنو شویو وضعیت ارزولی او د اړتیاو په هکله یې معلومات راټول کړي دي.
بلخوا مولوي عبدالکبیر ویلي چې په کور دننه زرګونه بیځایهشویو کورنیو د لېږد پلان د عملي کېدو په حال کې دی، او په وینا یې اوسمهال د ملګرو ملتونو د ادارو د فعالیت لپاره اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

