ډېر لوستل شوي

بهرامچې کې په زیاته اندازه نشه‌يي توکي نیول شوي

د هلمند امنيه قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت په بهرامچې ولسوالۍ کې د تېرو دوو اوونیو پرمهال په زیاته اندازه نشه‌يي توکي نیولي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي شېر محمد وحدت وايي، په دې نيول شويو توکو کې ۲۲۶ کېلو ښیښه، ۱۱۹۵ کېلو چرس، ۲۳۹ کېلو مساله، ۸۹ کېلو پاخه تریاک، ۶۳ کېلو مایع تریاک، ۱۸ کېلو بیس او د نشه‌يي توکو د جوړولو یو شمېر نور مواد شامل دي. چارواکي وایي، نیول شوي توکي به له ارزونې وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي، او ټینګار کوي چې د نشه يي توکو د استعمال، پېر او پلور د مخنیوي لپاره به عملیات دوام ولري.

اړوند خبرونه