د ننګرهار ولایت خوګياڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي عمومي لاره د هر ډول موټرو پرمخ پرانیستل شوې او همداشان یو شمېر هیوادوال هم له سېلابونو ژغورل شوي دي.
دا لاره د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې وه چې د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو، عبدالله بن زبیر (رض) لومړۍ سرحدي لواء د اتم سرحدي کنډک منسوبینو له لوري پرانیستل شوه.
همداشان د یادې قول اردو اړوند د عبدالله بن زبیر (رض) لومړۍ سرحدي لواء شپږم سرحدي کنډک منسوبینو د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې یو شمېر کسان چې اوبو کې ایسار وو؛ ژغورلي او خوندي سیمو ته یې رسولي دي.