ډېر لوستل شوي

کابل او بیجېنګ د بشري مرستو او اقتصادي بیارغونې درېیمه دوه اړخیزه ناسته وکړه

د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوندو سياسي څانگو په مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې اړوند میکانیزمنو درېیمه ناسته وشوه.

په دغه ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سربېره د صنعت او سوداگرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو برخه درلوده.

په دغه ناسته کې د چين له لوري د یاد هېواد د سوداگرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو برخه اخیستې وه. په دې ناسته کې د بشري مرستو د ميکانيزم په برخه کې په تېرو دوو نيمو کلونو کې د طبيعي پېښو، د اجباري راستنوشوو کډوالو د ځای پر ځای کولو او د روغتيا په برخه کې د چين پر مرستو بیاکتنه وشوه.

افغان پلاوي د چين د مرستو د لا اغېزمنېدو په موخه خپل وړاندیزونه او سلامشورې چينايي اړوندو لوريو سره شریکې کړې.

چينايي لوري ژمنه وکړه چې افغانستان سره د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو په پام کې نيولو سره تنظیمیږي. چينايي لوري همداراز ژمنه وکړه چې افغانستان سره د اجباري راستنوشوو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیونه يوانو مرستو کې به د افغان لوري وړانديزونه په پام کې ونيسي. همداراز د چين سره صليب ټولنې ژمنه وکړه چې په چين کې د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بياپيل زمينه به هم برابره کړي.

 د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداگرۍ پر زياتوالي په ځانگړې توگه چين ته د لا زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، ظرفيت لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداگرۍ په برخه کې د چين د پانگونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې. دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو پر صادراتو سربېرهد انارو د صادراتو د زمينې برابرولو هرکلی وکړ. دغه راز دواړو هېوادونو په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوگر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختگونو اړوند خبرې اترې وکړې. چینایي لوري دغه شان افغان زده کوونکو ته د بورسیو د ورکړې د لړۍ پر چټکتیا ټینګار وکړ. دې ناسته کې د واخان کوریډور پر اهمیت او ممکنه ګټو بحثونه وشول. د یادونې وړ ده چې چین د افغانستان شمال ختیځ ته پروت ګاونډی هېواد دی چې اوسمهال له افغان حکومت سره غوره اقتصادي او سیاسي اړیکې لري.

اړوند خبرونه