ډېر لوستل شوي

د اسلامي همکاریو سازمان له اسلامي امارت سره رغنده تعامل لري

د اسلامي همکاریو سازمان مرستيال او د افغانستان لپاره د یاد سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخيت او مل پلاوي د بهرنيو چارو له سرپرست وزیر مولوي امير خان متقي سره کتلي دي. ښاغلي بخیت ویلي چې دغه لیدنې کتنې او افغانستان ته راتګ یې د هغو تګلارې برخه ده چې یاد سازمان یې له افغانستان سره د رغنده تعامل په پار لري.
نوموړي په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت هڅې او لاسته راوړنې ستایلي او له اسلامي امارت سره یې د ياد سازمان د غړو هېوادونو په مستقيم تعامل ټینګار کړی دی.
دې لیدنه کې د اسلامي همکارۍ سازمان د کورنيو او فرهنګي چارو عمومې ریيسې دکتوره امينې ویلي، چې د لومړيتوبونو په پام کې نیولو سره چمتو دي، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.
دغه راز دې لیدنه کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير په هېواد کې د د انساني ناورین د پای ته رسولو، د ډاډمن امنيت، د داعش ډلې د له منځه وړلو، روغتيا، ښوونې او روزنې، سوداګرۍ او نورو برخو کې د مېرمنو فعالې ونډې او افغان حکومت له لوري د ښځو حقونو د خوندیتوب په اړه مالومات وړاندې کړل.
د اسلامي همکاریو سازمان مرستيال او د افغانستان لپاره د یاد سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخيت تر دې دمخه د امربالمعروف او نهی عن المنکر له وزیر شیخ محمدخالد حنفي سره هم کتلي و. د اسلامي همکاریو د سازمان مرستیال او مله پلاوي په یاده کتنه کې هغه اوازې بابېزې وګڼلې چې د افغان مېرمنو په اړه په خواله رسنیو کې خپرېږي

اړوند خبرونه