ډېر لوستل شوي

شهیدانو او معلولینو وزارت: روژه کې مو پر ۱۵ زرو اړمنو مرستې وېشلي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې پر ۱۵۰۵۳ اړمنو بېلابېلې مرستې وېشلي دي.

دې وزارت د خیریه بنسټونو، مؤسسو او شتمنو سره په همکارۍ او همغږۍ د مرکز په شمول د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې پر څه باندې ۱۵ زرو یتیمانو، کونډو او معلولینو بېلابېلې نغدي او د نورو توکو مرستې وېشلي دي.

په یادو مرستو کې خوراکي توکي، نغدي مرستې، ویلچرونه، د معلولینو د اقتصادي ځان بساېنې په موخه د کوچنیو کاروبارونو برابرول، د یتیمانو لپاره د اختریزو توکو چمتو کول او داسې نورې مرستې شاملې وې.

اړوند خبرونه