د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکا به په اوکراین کې هم لکه په افغانستان او ویتنام کې له شرمناکې ماتې سره مخ شي.
د رویټرز په وینا، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي: ((د روسیې پر وړاندې جګړه کې د واشنګټن ښکېلېدل، به دغه هېواد په افغانستان او ویتنام کې له شرمناکې ماتې سره مخ کړي.)) هغه زیاته کړه چې امریکا غواړي اوکراین تر پایه له روسیې سره وجنګوي.
امریکا په ویتنام کې درې لسیزې وړاندې له سپکې ماتې سره مخ شول او تر ۶۰ زرو نظامیان یې له لاسه ورکړل. دغه هېواد دغه راز په افغانستان کې له شرمناکې ماتې سره مخ او له دې هېواده یې پښې سپکې کړې