ډېر لوستل شوي

کابلوف: امریکا باید د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازاده کړي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل.
یاده کتنه کې د افغانستان او روسیې ترمنځ پر دوو اړخیزو سیاسي او اقتصادي مسایلو، په دوحه کې د ملګرو ملتونو په ناستو کې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو پر ګډون، سیمه ییز کړکېچ او نورو مسایلو خبرې اترې وشوې.
مولوي امیرخان متقي په سیمه‌ییزو او نړیوالو ناستو کې د روسیې د ملاتړي دریځ هرکلی کړی او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لاپیاوړتیا هیله یې ښودلې ده.
متقي وویل، چې د افغانستان اړیکې د سیمې له هېوادونو سره مخ پر غوړېدو دي او اوسمهال افغانستان د سیمې له نژدې ټولو هېوادونو سره فعالې ډیپلوماټېکې اړیکې لري.
ښاغلي متقي وویل، اوس په افغانستان کې داسې شرایط واکمن نه دي چې د ملګرو ملتونو له خوا دې د ځانګړي استازي د ټاکنې اړتیا پېښه کړي.
وزیر زیاته کړه، چې افغان حکومت له ملګرو ملتونو سره پر خبرو بوخت دی؛ تر څو په دوحه کې د راتلونکې ناستې پر اجنډا او ترکیب وغږیږي.
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي پر خپل وار ټینګار وکړ چې هر ډول ناسته چې د افغانستان په اړه جوړېږي، باید د افغان حکومت هوکړه پکې واخیستل شي.
ضمیر کابلوف زیاته کړه، چې امریکا باید د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ ازاده کړي او پر بانکي نظام یو اړخیز او غیرقانوني بندیزونه پای ته ورسوي. ښاغلي کابلوف هیله ښودلې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د روان کال په اوږدو کې مسکو ته سفر وکړي.

اړوند خبرونه