ډېر لوستل شوي

د استانې-کابل تر منځ دې مستقیمې الوتنې پیل شي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د قزاقستان جمهوريت د لومړي وزير مرستيال ښاغلي سريک ژومانګرين سره په خپل دفتر کې کتلي دي.

دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي قزاق پلاوي ته هرکلی ووایه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اقتصادي، سوداګریزه او ټرانزیټي همکاري مخ پر وده وبلله.

د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې د قزاقستان له سوداگريز رول څخه خوښي څرگنده کړه او تمه یې وکړه چې استانه افغانستان کې د کانونو، رېل پټلۍ او برښنايي حکومتولۍ برخو کې پانگونه وکړي. متقي همداراز د کابل-استانې د مستقیمو الوتنو او هغه هېواد کې د قزاقستان د ډیپلوماټیک حضور پر لوړوالي ټینګار وکړ. د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال وویل چې هېواد یې له کابل سره غوره اړیکې لري او د افغانستان صادرات قزاقستان ته درې برابره زیات شوي. د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال وويل، افغانستان ته د درې ورځني سفر په ترڅ کې به په کابل کې د افغانستان او قزاقستان ګډ سوداگريز نندارتون پرانيزي.

اړوند خبرونه