ډېر لوستل شوي

مالیزیایي مېشتو افغانانو ته دې ښوونیز او روغتیایي اسانتیاوې برابرې شي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په مالیزیا کې د مېشتو افغانانو لپاره د زده کړو او روغتیایي اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه. د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي متقي دا خبره د مالیزیا له یوه پلاوي سره  په کتنه کې کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دغه پلاوی د مالیزیا د لومړي وزیر د ځانګړې استازې شاه زیلینا په مشرۍ افغانستان ته راغلی دی.

دغه پلاوي د مالیزیا د بهرنیو چارو د وزیر پیغام هم له مولوي امیرخان متقي سره شریک کړ. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له یاد پلاوي سره په لیدنه کې د افغانستان په اړه د مالیزیا د دریځ ستاینه وکړه. ورته مهال د مالیزیا پلاوي هیله څرګنده کړه چې د دغه هېواد د سوداګرو یو پلاوی به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي.

اړوند خبرونه