په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت سرپرست ډاکتر محمد نعیم د اسلامي نړۍ د وتلي عالم شيخ عبد المجيد زنداني رحمه الله د فاتحې او تعزيت کتاب پرانستې مراسمو کې برخه اخیستې ده.
د شیخ زنداني د مړینې دغه مراسم دوحه کې د یمن په سفارت ودانۍ کې نیول شوي و.
ډاکتر محمد نعیم په دوحه کې د يمن سفير راجح بادي ته او د هغه له لارې د يمن حکومت، ولس او د مرحوم شيخ صاحب کورنۍ ته د اسلامي امارت او افغان ولس په استازولۍ د تسليت او غمرازۍ مراتب وړاندې کړل.
نوموړي زياته کړه چې مرحوم شيخ زنداني يوازې د يمن نه بلکې د ټولې اسلامي نړۍ عالم و او د ټولې اسلامي امت غم ورسره و. ډاکټر محمد نعیم د شیخ عبدالمجید زنداني مړینه د ټولې اسلامي نړۍ لپاره ستره ضایعه وبلله.
ویل کیږي چې شیخ زنداني د روسیې د اشغال پر مهال د عملي جهاد په نیت افغانستان ته هم راغلی و.
شیخ عبدالمجید زنداني د اسلامي نړۍ ستر عالم و چې په خټه یمنی و.