ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت د غوایي اوومه توره ورځ او اتمه د سوکالۍ ورځ نومولې

د افغانستان اسلامي امارت په یوه اعلامیه کې د غوایي اوومه د اشغال او بدبختۍ ورځ یاده کړې او د غوایي اتمه یې د هېواد د ازادۍ ورځ بللې ده.

اعلامیه کې وړاندې ویل شوي چې ۴۶ کاله وړاندې څو پردیپالو کودتا وکړه، او هېواد یې د بدبختۍ او جګړو اور ته ورټېل واهه. دغه کوتا د افغان ولس د سختو ځاني او مالي زیانونو لامل شوه.

اعلامیه وړاندې زیاتوي: د دې سختې او درنې مبارزې په لړ کې زموږ مسلمان او مجاهد ملت هم ډیر درانه تلفات وګالل، نږدې یونیم میلیون افغانان شهیدان او میلیونونه نور له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ شول، چې بالاخره د کمونیزم شومې پدیدې او ورسره د وخت شوروي اشغالګرو زموږ په هېواد کې ماتې وخوړه او افغان مجاهد ملت وتوانید، چې وروستۍ کمونستي اداره را نسکوره او هېواد په بشپړه توګه ازاد کړي.

اعلامیه کې وړاندې راځي چې هېواد یوځل بیا له شل کلن اشغال ازاد شوی، اسلامي نظام قایم دی او اسلامي امارت بشپړه هڅه کوي؛ تر څو ددې ملت قرباني او مبارزه بیا ضایع نه شي.

اسلامي نظام هڅه کوي، د افغان ولس ارمانونه وپالي او د اسلامي نظام تر سیوري د افغانستان ابادۍ او پرمختګ ته زمینه چمتو کړي.

اړوند خبرونه