نړیوالو رسنیو د ځینو مهمو امریکایي چارواکو له قوله ویلي، چې د برحاله ولسمشر جوبایډن حکومت غواړي تر نایجریا وروسته له یو بل افریقایي هېواد چاد هم خپل سرتېري راوباسي.
د راپورونو له مخې، دا په تېره یوه اونۍ کې دویم افریقایي هېواد دی چې سرتېري یې پکې ناکامېږي. واشنګټن تر دې وړاندې له نایجریا څخه هم خپل ځواکونه راویستي وو.
له افریقایي هېوادونو څخه د امریکا او نورو اشغالګرو ځواکونو د راوتنې لړۍ وروسته له هغه چټکه شوه چې د نایجریا پوځ د خپل هېواد واک ترلاسه کړل او فرانسویان یې په زور له خپل هېواده وشړل