ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالکبیر: افغان استازي باید بهرنیان پانګونې او سوداګرۍ ته راوبلي

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په جلا-جلا ناستو کې په ایران کې له افغان سفیر مولوي فضل محمد حقاني او په عربي متحده امارتو کې د افغانستان له سفیر مولوي بدرالدین حقاني سره ولیدل.

مولوي بدرالدین حقاني په دغه لیدنه کې ویلي، چې په دوبۍ او ابوظبۍ ښارونو کې مېشتو افغانانو ته د پيژند پاڼو او پاسپورټونو وېش اسان شوی او ددې ترڅنګ یې د افغانانو ګڼې ستونزې هوارې کړي دي.

دغه راز په ایران کې افغان سفیر مولوي فضل محمد حقاني ویلي، چې د افغان کډوالو په تړاو له ایراني لوري سره په اړیکه کې دي او هیله من دی چې ایران کې د مېشتو افغانانو وړاندیزونو ته تهران رسېدنه وکړي.

ورته‌مهال د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال له افغان سفیرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي په فضا کې ښې اړیکي غواړي او افغان استازي باید هڅه وکړي، ترڅو په افغانستان کې د پانګونې، سوداګرۍ او ټرانزیټ په اړه شته فرصتونه او د اسلامي امارت اراده نورو ته ښه روښانه کړي.

اړوند خبرونه