د بلخ امنیتي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې یوې ترافیکي پېښې د یوه ښوونځي شپږو زده کوونکو ته مرګ ژوبله واړوله.
د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ محمد عیسی وثیق ویلي، چې د بلخ د چهار کنت ولسوالۍ په خواجه قفتال کلي کې د ښوونځي زده کوونکو یو موټر له سړک اوښتی چې په پایله کې یو زده کوونکی مړ شوی او د موټروان په ګدون ۵ نور زده کوونکي ژوبل شوي دي. د بلخ ځایي مسوولین وایي چې ټپیان یې د درملنې په موخه روغتون ته وړي. د روغتیاپالانو په قول، د ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ نه دی.